د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغان معلولینو لپاره د بایسکیل چلولو او بیارغونې (AABRAR) مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۲۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغان معلولینو لپاره د بایسکیل چلولو او بیارغونې (AABRAR) مؤسسې ترمنځ د (۱۸۹) زره او (۷۱۷) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغان معلولینو لپاره د بایسکیل چلولو او بیارغونې (AABRAR) مؤسسې رئیس محترم ډاکټر عبدالبصیر توریالي ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې په هرات ولایت کې د (۲۳۴۰) تنو معلولینو لپاره به د تګ او راتګ په موخه اړين وسایل، لکه ویلچر او واکر برابر او د هغوی په واک کې ورکړل شي. همدارنګه، د ځینو نورو معلولیت لرونکو وګړو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه، رمپونه او نور مناسب تسهیلات برابر کړل شي.

سربېره پر دې، د هغو کسانو لپاره چې اړتیا لري، د مصنوعي غړو جوړول او ترمیم هم په دې هوکړه لیک کې شامل دي، همداراز د یو شمېر معلولینو سره به نغدي مرسته هم ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د (۶) میاشتو په موده کې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS