د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، ملت ته د دولت د حساب ورکولو لړۍ په ترڅ کې نن د یاد وزارت کلني فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۴:۲۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یاد وزارت د تیر یوه کال د عمده لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د یاد وزارت د عمده فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: یاد وزارت تر دې دمه شپږ لکه او اته دیرش زره نه سوه څلور پنځوس (۶۳۸۹۵۴) تنه معلولین، کونډې او یتیمان ثبت کړي دي چې د هغې له جملې څخه اووه اتیا زره اووه اتیا (۸۷۰۸۷) تنه کونډې او درې لکه یو اویا زره څلور سوه او شل (۳۷۱۴۲۰) تنه یتیمان او همداراز یو لک او نه څلویښت زره او شپږ سوه او دوه اویا (۱۴۹۶۷۲) تنه نارینه معلولین او دیرش زره او اووه سوه او اووه اویا (۳۰۷۷۷) تنه یې ښځینه  معلولینې دي.

نوموړي وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د شفاف خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هیواد په ټولو ولایتونو کې د کور په کور د تصفیې پروسه پیل کړه چې د یادې پروسې په ترڅ کې تر دې دمه شاوخوا دولس زره (۱۲۰۰۰) تنه یتیمان او کونډې او همداراز شاوخوا اووه زره او پنځه سوه (۷۵۰۰) تنه معلولیت لرونکي وګړي د مرکز په شمول په ټول هېواد کې چې په جعلي توګه ثبت شوي وو له سیسټم څخه حذف شوي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په تیر یو کال کې په اتلسو (۱۸) ولایتونو کې د یتیمانو او معلولینو د بایومټریک په موخه الکټرونیکي سیسټم په لاره اچولی وو چې تر اوسه په یاد سیسټم کې اووه اویا زره او شپږ سوه او نه نوي (۷۷۶۹۹) تنه معلولین او یتیمان ثبت او بایومټریک شوي دي چې د یاد سیسټم پر مټ تر دې دمه یو سل اووه (۱۰۷) تنه معلولین چې په تکراري ډول یې نوم لیکنه کړې وه تشخیص او حذف کړل شول.

 شیخ صاحب زیاته کړه: د مالي د چارو د تنظیم او مدیریت په برخه کې یاد وزارت تر اوسه پورې نه میلیونه پنځه سوه دوه نوي زره درې سوه درې نوي (۹۵۹۲۳۹۳) افغانۍ چې د تیرو څو کلونو را په دېخوا په خصوصي بانکونو کې په معلق ډول پاتې شوې وې د اسلامي امارت وارداتي کوډ ته انتقال شوې دي.

نوموړي همداراز وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت بېوزله کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره د مرستې د جلب په موخه د درویشت (۲۳) ملي او نړیوالو مؤسسو سره د اته میلیونه او دوه سوه اتلس زره یوسل او شپږ (۸۲۱۸۱۰۶) امریکائي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: په تیر یو کال کې د مرکز په شمول په ولایتونو کې د وزارت اړوند ریاستونو په همغږۍ یو لک او پنځوس زره (۱۵۰۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو اومعلولینو ته بیلابیلې نغدي، خوراکي توکو او البسې په برخو کې مرستې ویشل شوې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معلولینو ته د بیاوړتیا موندنې په برخه کې درې زره او اووه سوه   (۳۷۰۰) تنو ته د فزیوتراپي، ارتوپیدي، د مصنوعي غړو د جوړولو او ترمیم او همداراز د غوږونو د معالجې او تداوي په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي دي، همدارنګه یاد وزارت یو سل او یو شپیته (۱۶۱) تنه معلولین، کونډې او یتیمان د تداوي او معالجې په موخه روغتیايي مرکزونو ته ورپیژندلي دي.

ددې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د وزارت د یو کلنی لاسته راوړنو په هکله هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: یاد وزارت ته په تیر مالي کال کې دیارلس نیم (۱۳.۵) میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه چې د مالیې محترم وزارت د مختلفو دلایلو پر بنسټ څلور(۴) میلیارده افغانۍ د یادې بودیجې څخه تنقیص او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نه نیم (۹.۵) میلیارده افغانۍ په بشپړ او شفاف ډول مصرف کړې.

نوموړي زیاته کړه: د مالیې محترم وزارت، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیاوو پر بنسټ په روان مالي کال کې دولس (۱۲) میلیارده افغانۍ دې وزارت ته، بودیجه ځانګړې کړه چې یاد وزارت تر اوسه توانیدلی د یادې منظور شوې بودیجې څخه پنځه میلیارده افغانۍ په شفاف ډول مصرف کړي چې دا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ او کارکوونکو د پوره مسلکي توب او جدي هڅو پایله په ډاګه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۴۰) مستحقو یتیمانو باندی نغدي مرستې وویشل شوې

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ د مزار شريف ښار د څلورمې او نهمې ناحیو اړوند پر (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د پلان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) مرستندويه مؤسسې په همکارۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۷
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اړوند، د خالي بستونو د ډکولو په موخه ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري کار اهل کار ته د سپارلو او د شفافیت او وړتیا اصل په نظر کې نیولو سره، د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست. . .

BACK TO NEWS