د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند لخوا په دې وزارت کې د نیالګیو کښېنولو لړۍ پېل شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۵۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د پسرلي موسم د را رسیدو، د طبیعت د ښکلا، د زرغون او پاک چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د دې وزارت په انګړ کې د نیالګیو کښېنولو لړۍ د یوه نیالګي په ايښودلو سره پيل کړه، په جوړ شوي پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو ځینو رئیسانو او آمرینو هم حضور درلود.

د نیالګیو کښېنولو په دې پروګرام کې د محترم وزیر صاحب څخه وروسته، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحیکم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو رئیسانو هم په دې نېک اقدام کې برخه واخیسته.

په پام کې ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د انګړ د ښکلا او زرغونتیا په موخه له شپېتو زیات نیالګي به کښېنول شي. دا اقدام نه یوازې د طبیعت د ښيرازې د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د پاک او سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې هم مهمه ونډه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS