د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۹:۱۱
ss

د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه

نن شنبه د (سلواغې په ۱۱مه) د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ نوبتي ناسته ترسره شوه، چې د وزارت مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو پکې ګډون درلود.

د ناستې په پيل کې ښاغلي فاروقي د هغو ستونزو پر تشخیص ټينګار وکړ، چې د شهيدانو ورثې او معلولينو کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کوي او اړونده چارواکو ته يې لارښوونه وکړه، چې په دې برخو کې دې د حقوقو کتابچو، امتيازاتو او اسنادو پړاوونو تګلارو بیاکتنه وشي، څو له مخې يې د چارو په چټکتيا کې د پاموړ اسانتياوې راولو.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې که د چارو اړوند قانوني خنډ رامنځته کېدو، لومړۍ بايد په ګډه يوه اصولي حللاره ورته ومومو او د نه موندلو په صورت کې به د قوانينو د تعديل په اړه هم لازم اقدامات ترسره کړو.

د رهبرۍ غړو هم د خپلو برخو اړوند مسایل، ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه د وزارت مشرتابه سره شریک کړل، څو د حل په صورت کې يې چارې په معياري ډول پر مخ ولاړې شي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د يوې ځانګړې کميټې په چوکاټ کې به د شهيدانو ورثې او معلولینو د کتابچو او د کلنيو حقونو د ترلاسه کولو پر تګلارو له سره کتنه وشي او پر پايلو او لاسته راوړنو يې په وروستيو ناستو کې خبرې اترې وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS