د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت یو کال څنګه تېر شو؟

mmd_admin
عکس


د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت یو کال څنګه تېر شو؟

د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو د ملاتړ ملي اداره مخکې د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت معینیت و، چې د ۱۵/۷/۱۳۹۷ نېټه د جلالتماب جمهور رییس د ۷۵ ګڼې فرمان پر اساس خپلواکه اداره شوه او بیا وروسته یې د ۲۰/۱۰/۱۳۹۷ د ۱۳۲ ګڼې فرمان پر بنسټ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته ارتقاع وکړه او ښاغلی لعل الدین آریوبي یې د وزیر په توګه وټاکل شو.
له بده مرغه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له رامنځته کېدو سره هممهاله د یوه خونړي ترهګریز برید ښکار شو، چې زیات کارکوونکي یې شهیدان او ټپیان شوه او دومره زیان ورواوښت، چې اړ شو خپلې ټولې چارې بېرته له صفره پیل کړي. د یوې نوې رامنځته شوې ادارې په توګه له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ وه، چې یوه یې د مناسب کاري ځای نشتون و.
وزارت د نوي کاري ځای لټون سره هممهاله له ټولو بودیجوي ستونزو سره ، سره معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته د دوی کلني حقوقو او نور خدمتونه هم وړاندې کول او له تېرو ادارو څخه د پاتې بدو میراثونو د له منځه وړلو تر څنګ یې سیستم جوړونې، فساد سره مبارزې، اصلاحاتو او بودیجې د کموالي پر موضوعاتو دوامداره جلسې جوړولې. د رهبرۍ د هلو ځلو په پایله کې وزارت د نوي ځای څښتن شو او اړ و، چې په کمه موده کې دفترونه، کاري وسایل، د مراجعینو انتظار ځایونه چمتو او نور بنسټیز کارونه هم ترسره کړي.
نوې رهبرۍ ډېر کم وخت درلود او له بلې خوا لږو امکاناتو او اسانتیاوو سره له سختو کاري فشارونو، ننګونو او اداري تشکیل له کمښت او غیر منظم والي سره مخ وه. د یوه څرګند او منظم سیستم نشتون بله ستونزه وه، چې کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي وو، خو پیاوړي مدیریت، دوامدارو مشورو، همغږۍ او هلو ځلو وزارت د یوه پیاوړي سیستم څښتن کړ.
د وزارت رهبرۍ په تېر یوه کال کې معلولیت لرونکو وګړو ته په مختلفو برخو کې د اړینو فرصتونو رامنځته کولو په موخه له نورو ادارو سره د همغږۍ ټینګښت او زیاتوالي، چارو پر ښه والي او اصلاحاتو بوخته وه او تر څنګ یې په مرکز او ولایتونو کې خپل اداري تشکیلات منظم کړل، تر څو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې شي. ولایتي آمریتونو نه یوازې دا، چې اداري تشکیلات نه درلوده، بلکې له هر ډول کاري وسایلو بې برخې وو، خو اوسمهال ټول ولایتي آمریتونه منظم سیستم او کاري وسایل لري او مراجعینو ته خدمتونه وړاندې کوی.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ په ډېره کمه موده کې دا اداره پر خورا یوه مهم دولتي بنسټ بدله کړه او پر دې وتوانېده، چې معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو وارثین یوه منظم او شفاف سیستم ته داخل کړي. پر دې سربېره یې فعالیتونو د جلالتماب جمهور رییس او نورو دولتي ادارو پاملرنه جذب کړه او د نورو وزارتونو په څېر یې د کابینې، وزیرانو شورا، اقتصادي شورا او نورو مهمو ناستو او شوراګانو غړیتوب ترلاسه کړ.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی، چې راتلونکی کال د سیستم د لا پیاوړتیا او خپلو برنامو، پلانونو او طرحو د تطبیق په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي. د دغو پلانونو له عملي کېدو سره به د معلولیت لرونکو وګړو په ژوند کې ژور مثبت بدلون رامنځته شي. ژمنه دا ده، چې دا لړۍ به تر هغې دوام کوي، تر څو د هېواد ټول معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو وارثین د ټولنې د نورو وګړو په شان له مساوي حقونو او اسانتیاوو برخمن شي.

 

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۴۶
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو ولايتي رياستونو د پام وړ خبرتيا !

 لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز له لوري د فني او حرفوي زده کړو په موخه هر ولايت ته  سهم ورکړل شوی ؤ دا چې اوس يادې زده کړې د روان ۱۴۴۶ ه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .

Back to announcements