د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۵۴) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۱:۲۰
mmd

د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۵۴) تنو زده کوونکو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.

په ورته وخت کې هر زده کوونکي ته (۷۱۶۰) افغانۍ د دوو مياشتو د لارې کرايې په توګه هم ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازي او د مؤسسې مسؤلينو حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

BACK TO NEWS