د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې له ځينو معلولینو سره نغدي مرسته ترسره کړه.
محترم شېخ صاحب دې ولایت ته یې د سفر اصلي موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري ځينو هغو معلولینو ته چې د تېر شل کلن اشغال په مقابل کې د خپل بدن دوه یا له دوو څخه زيات غړي له لاسه ورکړي وو، د ځانګړې شوې مرستې توزیع یاده کړه.