د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئيس د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مسلکي او تخنیکي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو د ډیټابیس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسلکي او تخنیکي پلاوي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نوي الکټرونیکي سیسټم د بایومټریک عملي چارو د څرنګوالي په موخه خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل چې د هغه پر بنسټ به په راتلونکي کې یادې چارې تنظيم او کارونه به یې پر مخ يوړل شي