د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د شهيدانو ورثه ؤ د حقوقو د تثبيت او بایومټريک نوی آمر معرفي او په کار یې پېل وکړ

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۱:۵۰
mmd

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حليمي، د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده، د شهيدانو ورثه ؤ د حقوقو د محاسبې آمر محترم مولوي خیرالله خیرخواه، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب ابوعبیده او د شهیدانو چارو ریاست کارکوونکو حضور درلود.

محترم حافظ مولوي محمدطاهر چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید له مخي د شهيدانو ورثه ؤ د حقوقو د تثبیت او بایومتریک د آمر په توګه ټاکل شوی وو، د یاد وزارت اړوند د بشري سرچینو د رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي لخوا د یاد وزارت د شهیدانو چارو ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

د شهیدانو ورثه ؤ د حقوقو د تثبیت د نوي آمر معرفي کولو په پروګرام کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي خبرې وکړې او وې ویل؛ په هېواد کې اسلامي نظام د مجاهدینو په بې شمېره قربانېو باندې رامنځته شوی او موږ باید هڅه وکړو چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د قدر وړ خدمتونه وړاندې کړو.

هغه همداراز وويل: د یوه حکومت د چارو د پرمخ بیولو لپاره یو مشخص چوکاټ او میکانیزم شتون لري چې د هغه پر اساس د خلکو ستونزې حل کیږي او په بیلابیلو برخو کې هغوی ته خدمتونه وړاندې کیږي او کله چې ورسپارل شوې چارې د شته اصولو  له مخې ترسره نه شي او یا هم بی غوري وشي، نو خامخا به د حکومت په چارو کې بی نظمي رامنځته شي، زموږ دنده ده چې د منظور شوي پلان سره سم خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص ترسره کړو.

هغه همداراز د ورسپارل شويو دندو په ترسره کولو کې د سلسلې مراتبو مراعاتول، د اړوندې ادارې د مشر د اوامرو څخه اطاعت، مشورې او په چارو کې د همغږۍ شتون مهم او اړين وباله او نوي آمر ته يې د برياليتوب هيله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS