د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو وېش

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۳۲
mmd

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه، د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او بېوزله هېوادوالو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو. د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د‌ تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS