د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د نور مرستندويه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۱:۳۴
mmd

د دې هوکړه لیک له مخې به، په پروان ولایت کې (۱۰۰) تنه مستحق یتیمان تر پوښښ لاندې راشي چې د هغوی لپاره خوراکي خوندیتوب تأمین او د زده کړې زمینه به ورته برابره شي.

د همکارۍ دغه هوکړه ليک د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نور مرستندویه مؤسسې مسؤل محترم انجنیر ویس عمادي تر منځ  لاسلیک شو.

د‌ یادونې وړ ده چې د یادې پروژې مجموعي ارزښت (۲۴) زره او (۸۹۶) ډالره کېږي او د یو کال په موده کې، د پروان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS