د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير له مسوولو چارواکو سره د کتنې پر مهال، له واحدې درېڅې د سيسټم پر برېښنايي کېدلو ټينګار وکړ

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۹:۱۹
fefe

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير له مسوولو چارواکو سره د کتنې پر مهال، له واحدې درېڅې د سيسټم پر برېښنايي کېدلو ټينګار وکړ

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي، د واحدې دريڅې له اړونده اجرايوي چارواکو سره ليدنه وکړه او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

په ياده ناسته کې ښاغلي آريوبي څرګنده کړه، چې زوړ او پخوانی سيسټم د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو د اوسنيو اړتياوو لپاره ځواب ويوونکی نه دی او اړينه ده، چې د وزارت ټولې خدماتي برخې په برېښنايي سيسټم سنبال کړل شي.

نوموړي زياته کړه، چې برېښنايي سيسټم له يوې خوا د روڼتيا لامل کېږي او له بل پلوه ټولې خدماتي چارې په چټکۍ سره ترسره کېږي او د مراجعينو د خوښۍ او قناعت سبب ګرځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

په ارزګان ولایت کې (۴۰۰) مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۰ مه

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت یوسف خیلو ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یاد ریاست د یو شمېر مدیرانو په ملتیا، د دغه ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د مخور جهادي شخصیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸
Background image

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالیو مديرانو لپاره د نوي بريښنايي سيسټم له لارې د مياشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې بهير، د هغوی د کاري وړتياوو د لوړولو او ځینو برخو. . .

BACK TO NEWS