د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه هلمندی زده کوونکی صبغت الله وستايه

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۱:۱۸
gyh

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه هلمندی زده کوونکی صبغت الله وستايه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي هلمندی ماشوم، چې کمبودیا کې یې د څلوېښتو هېوادونو تر منځ د ریاضي نړیواله سیالۍ کې لومړی مقام ګټلی و وستایه.

ښاغلي آریوبي صبغت الله او د هغه کورنۍ ته د دغه ستر ویاړ مبارکي وویله او هغه ته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د مبارزې سمبول سره مزارۍ خولۍ، د اعزاز لونګۍ، چپنه، ستاینلیک او IPAD ډالۍ کړل.

ښاغلي آریوبي زیاته کړه، هلمند یو جګړه ځپلی ولایت دی، د زده کړو فرصتونه پکې کم ليدل کېږي او د هلمند د نوم په اورېدو د خلکو په ذهن کې یوازې د جګړې تود ډګر انځوېږي؛ خو له نیکه مرغه کوچني صبغت الله خان د خپلې خارق العاده وړتیا پر اساس د هلمند په اړه ټول ناسم روایتونه بدل کړل او دا یې وښوده، چې د جګړې د اور په لمبو کې د سوځیدونکي هلمند غېږه داسې استعدادونه هم لري، چې د ریاضي په نړیواله سیالۍ کې د ۴۰ هېوادونو تر منځ لومړی مقام ګټلی شي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې صبغت الله ستره کارنامه کړې. په لویه کچه باید وستایل شي، تر څو نورو کوچنیانو ته د خپل استعداد د غوړېدا او پرمختګ انګیزه ورکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS