د دل آقا صوفی زاده ژوند لیک

 

Del Aqa Soofizada
 Del Aqa "Soofizada" Deputy Minister for Financial & Administrative Affairs

 

 

 

د دل آقا صوفی زاده ژوند لیک

ښاغلی دل آقا صوفي زاده د محمد امان زوی، چې په ۱۳۵۲لمریز کال د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل سیمه کې زېږېدلی.

ښاغلي صوفي زاده خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل د زوړ ښار د ابوریحان البیروني په ښوونځي کې پیل او په ۱۳۶۹ لمریز کال کې د کابل د عاشقانو او عارفانو لېسې څخه فارغ شو.

په ۱۳۷۵ لمریز کال کې د کانکور ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۸۵لمریز کال یې له یاد پوهنځي څخه په لوړه درجه د فراغت سند ترلاسه کړ.

ښاغلی صوفي زاده د ماسټرۍ سند ترلاسه کولو په موخه په ۱۳۹۱ لمریز کال د هندوستان هېواد په اندراګاندي پوهنتون کې شامل شو او په ۱۳۹۴لمریز کال کې یې له یاد پوهنتون څخه د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ سند واخیست.

ښاغلي صوفي زاده خپله لومړنۍ دنده د ۱۳۸۰ لمریز کال په جوزا کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره د مالي او اداري مرستیال په توګه پیل کړه او یادې ادارې سره یې یو کال همکاري وکړه. ورپسې یې د ۱۳۸۰ لمریز کال په کب میاشت کې د یو آرایف(URF)  موسسې سره، چې د جرمني د کی ایف ډبلیو دفتر اړونده وه، د دفتر د آمر په توګه کار پیل کړ. د ۱۳۸۲ لمریز کال په کب میاشت کې یې د آر ایم ایشیا په نوم له یوې افغانستان مېشتې امریکایي کمپنۍ سره د مالي او اداري رییس په توګه دنده ترلاسه کړه او کابو یوه لسیزه یې له یادې کمپنۍ سره کار وکړ.  له دې وروسته یې د ۱۳۹۵لمریز کال په کب میاشت کې د جرمني هېواد د جي ای زیډ دفتر سره د پروګرامونو د سلاکار په توګه دنده پیل کړه او د ۱۳۹۷لمریز کال تر دلوې پورې یې همکار پاتې شو.

ښاغلی صوفي زاده د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له رامنځته کېدو سره د جلالتماب جمهور رییس د حکم پر بنسټ د دې ادارې مالي او اداري مرستیال وټاکل شو او لا هم خپله دنده پر مخ وړي.