د داخلي څار د لارښود مسوده بیاځلې وکتل شوه

sadiq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۸:۴۷
ی

د داخلي څار د لارښود مسوده بیاځلې وکتل شوه

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د امانت (AMANAT) پروژې په ملاتړ د لوړو زده کړو، د کډوالو او بېرته رستنيدونکو چارو وزارتونو او کابل ښاروالۍ استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه او د داخلي څار د لارښود د بډای کولو په تړاو يې خبرې وکړې.

دغه ناسته په وزارتونو کې د داخلي څار د لارښود بډایه کولو او پياوړي کولو په موخه رابلل شوې وه، څو په وزارتونو او دولتي ادارو کې ياد لارښود د فساد د مخنيوي او د روڼتيا ټينګښت سبب وګرځي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د داخلي څار سرپرست رئيس ګل احمد عثماني هم په دې ناسته کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په استازيتوب ګډون کړی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS