د حکومت له ویاندویانو، همکارو بنسټونو، د رسنیو او مدني ټولنو استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۶:۵۳
عکس

د حکومت له ویاندویانو، همکارو بنسټونو، د رسنیو او مدني ټولنو استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبرۍ حکومتي ویاندویانو، همکارو بنسټونو، د رسنیو او مدني ټولنو استازو او د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو او د یاد وزارت د چارو د ښه والي په موخه د همغږۍ او مشورتي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین اریوبي سربېره د ملي امنیت شورا مرستیال ښاغلي حمید طهماسي، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینې آغلې منیره یوسفزاده، د حکومت د رسنیو مرکز رییس ښاغلي فیروز بشري، د وزارت مرستیالانو، د رسنیو استازو، مدني ټولنو او همکارو بنسټونو برخه لرله.

په پیل کې ښاغلي اریوبي ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چې خپلو ټولو بوختیاوو سره، سره یې غونډې ته تشریف راوړ. نوموړي د وزارت د رامنځته کېدو تر څنګ د وزارت پر فعالیتونو خبرې وکړې وویل: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کابو اووه میاشتې وړاندې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو په غوښتنه د جلالتماب جمهور رییس په ځانګړي حکم رامنځته او د یوې خدماتي ادارې په توګه یاد قشر ته د ژوند په ټولو برخو کې د فرصتونو رامنځته کولو مسولیت لري. ښاغلي اریوبي د رسنیو له استازو د مننې سربېره زیاته کړه، چې تل یې د یاد قشر ستونزې انعکاس کړي، د دوی غږ یې تر مسولینو رسولی او د وزارت فعالیتونه یې انعکاس او په عامه پوهاوي کې فعاله ونډه اخیستې. له رسنیو یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم خپله همکاري دوامداره وساتي.

د ملي امنیت شورا مرستیال ښاغلي طهماسي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت یوه مهمه اداره وګڼله وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې یې یاد قشر ته د پام وړ خدمتونه کړي دي. زیاته یې کړه، چې د دې وزارت راتلونکي پلانونه ډېر مثبت او له عملي کېدو سره به یې د معلولینو او شهیدانو د کورنیو په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي. نوموړي نظامي شهیدانو کورنیو ته د کوپون او ځمکو او کورونو د ورکړې په اړه هم معلومات ورکړل.

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینې آغلې منیره یوسفزاده د وزارت فعالیتونه وستایل او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د حکومت د رسنیو مرکز رییس ښاغلي فیروز بشري د یاد وزارت له مطبوعاتي دفتر نه مننه وکړه، چې وخت پر وخت له رسنیو سره د وزارت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکوي او له رسنیو یې هم وغوښتل چې د فعالیتونو د انعکاس او خپراوي په برخه کې همکاري نوره هم پراخه او پیاوړې کړي.

د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي ذبیح الله اسحاقزي د غونډې ګډونوالو ته د وزارت د تېرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیر پرزنټېشن وړاندې کړ او د برخه والو له لوري وستایل شو
د ازاد بحث پر مهال یادو ګډونوالو د وزارت د کارونو د لا ښه کېدو لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

د غونډې په پای کې ښاغلي لعل الدین اریوبي د هغو رسنیو استازو ته، چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې وزارت سره همکاري کړې وه، ستاینلیکونه ورکړل او د دوی د همکارۍ قدردانی یې وکړ

د عکسونو لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS