د حج سهميې د وېش په موخه د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې قرعه کشۍ ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۹

یاده قرعه کشۍ د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې ترسره شوه، چې موخه يې د شهيدانو ورثه‌ وو ترمنځ د ورکړل شوې حج سهمیې عادلانه او شفاف وېش وو.

د قرعه کشي پر مهال د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فيروز، د رياست مرستيال ملا اختر محمد معاون، آمر محترم حافظ عبدالحليم احمد او یو شمېر متقاضيانو ګډون درلود.

په دې پروسه کې (۳۰) تنه د قرعه کشۍ له لارې د حج د سهمیې ګټونکي وټاکل شول. پاتې ګډونوالو هم د شفافيت او عدالت څخه یې رضایت څرګند کړ او د ياد رياست له مسؤلينو څخه يې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۱:۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د رئیس محترم مولوي میراحمد منیر په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۱:۲
Background image

په تخار ولایت کې (۵۱) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۵۱) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۸۰) مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یتیمانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ملاتړ او ورځنیو ستونزو ته یې د ښې رسیدنې په موخه، د کابل ولایت اړوند (۵۸۰) تنو. . .

BACK TO NEWS