د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو او د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه، د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو د مدیرانو لپاره درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د نوي برېښنايي سیسټم، د محاسبې او تأدیاتو د برخو، همدارنګه یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي په اړه لازمې مسلکي زده کړې وړاندې کېږي.
همداراز د ورکشاپ په ترڅ کې د مراجعینو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي، د لازمو اسانتیاوو د برابرولو او د اړوندو چارو د لا اغېزمن ترسره کولو په موخه به هم ګډونوالو ته روزنه ورکړل شي.
د یاد ورکشاپ موخه د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري چارو معیاري کول او د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خدمتونو د کیفیت ښه والی دی.
