د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د مرکزي بغلان او ډنډ غوري ولسوالیو کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۲۹
mmd

د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد چې د  شهیدانو او معلولینو چارو  آمر محترم قاري عبدالحکیم نافذ یې ملتيا کوله، د مرکزي بغلان او ډنډ غوري ولسوالیو د شهیدانو (۴۴) کورنيو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واوريدې او ورسره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل: په هېواد کې اسلامي نظام ستاسو د قربانیو په برکت راغلی دی او اسلامي امارت به هېڅکله ستاسو سرښندنې او قربانۍ هېرې نه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د محترم وزیر الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه

د رهبرۍ شورا غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

په نیمروز ولایت کې پر (۳۰) تنو معلولینو باندې د‌ ويلچرونو وېش

د نيمروز ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز د لارې کرايې په موخه هر معلول سره یو اندازه نغدي. . .

BACK TO NEWS