د افغانستان اسلامي بانک معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته د مرستې لپاره بشپړ چمتووالی لري
د افغانستان اسلامي بانک معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته د مرستې لپاره بشپړ چمتووالی لري
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزارت د دفتر رییس د افغانستان اسلامي بانک له استازو سره وکتل.
یاده ناسته کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ او همکارۍ په لا ټینګښت خبرې وشوې. دواړو لوریو په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د اکاونټونو په جوړولو کې اسانتیا، اقتصادي ملاتړ، نقدي مرستې او دوی ته د نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره د همکاریو ژمنه وکړه او ډیر ژر به دوه اړخیز رسمي هوکړه لیک هم لاسلیک شي.
