د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د ولسوالیو مدیرانو ته لس ورځنۍ رونیزه برنامه پای ته ورسیده.

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۸

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د ولسوالیو مدیرانو لپاره لس ورځنۍ رورنیزه برنامه چې د یادې ادارې د لزوم دید په اساس پر لاره اچول شوې وه، نن ورځ پای ته ورسېده.

دغه برنامه کې د ادارې، مدیریت، تثبیت، مشاهدې، تخطیط، راپور جوړونه، ارزونه، املاء او انشاء برخو کې د ولایتي مجرب او مسلکي کارمندانو لخوا تطبیق شوه.

د برنامې په پای کې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي محمد رسول حنفي ګډون کوونکو ته عالمانه وینا وکړه او په ترڅ کې یې یادونه وکړه چې دغه برنامه ستاسو د مدیریتي وړتیاوو لوړولو په موخه جوړه شوې وه مونږه هیله مند یو چې دلته تدریس شوي مواد په خپلو ورځنیو چارو کې تطبیق او عملي کړئ تر څو مو  چارې منظمې او قانوني پر مخ تللي وي۔

د برنامې ګډون کوونکو یاده برنامه ډېره موثره وبلله او د ریاست مقام څخه یې مننه وکړه چې ددوی د وړتیاوو لوړولو په موخه یې اغیزمنه برنامه پر لاره اچولې وه، دوی تعهد وکړ چې خپلې سپارل شوې چارې به په پوره اخلاص، صداقت،  او دقت سره ترسره کوي تر څو دغه بې وزله او ناتوانه قشر ته د ښو خدمتونو جوګه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS