د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره وکتل
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، مټاخان ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د څلور تنو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی احوال یې له نږدې واخیست، ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.
په ورته وخت کې یادو کورنیو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي نظام د پایښت، پیاوړتیا او لا بریاوو لپاره یې دعاوې وکړې.
