د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په مشرۍ د آفر پرانیستنې هیئت د غړو او د داوطلبو شرکتونو استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، هغو (۶) خصوصي شرکتونو چې مخکې یې شرطنامې ترلاسه کړې وې، خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو له قانون او د تدارکاتو له نافذه کړنلارې سره سم د آفر پرانیستنې هیئت ته وسپارل، یاده پروسه د تدارکاتو د اصولو په رڼا کې په بشپړ شفافیت او روڼتیا سره ترسره شوه.
