په پکتیکا ولایت کې د مجردو شهیدانو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۱۳

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج، د یاد ولایت نکي او زیړوک ولسوالیو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مجردو شهیدانو له کورنیو سره ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې.

نوموړي د دغو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورسره نغدي مرستې هم ترسره کړې. هغه همداراز د سروې پروسې روان بهیر وڅاره او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا اغېزمنو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو یې د ولسوالیو له مسؤلینو سره خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS