د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې نوی آمر معرفي شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د لزوم دید او حکم پر اساس محترم حافظ عبدالکریم د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته معرفي او خپلې چارې پیل کړې.

د نوي آمر د معرفي په غونډه کې د یاد ریاست رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش، مخکیني آمر محترم مولوي سیدمحمد ابوعرفان او د ریاست کارکوونکو شتون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د مخکیني آمر د کارونو ستاینه وکړه او نوي آمر ته یې د الله جل‌جلاله څخه په چارو کې د لا زیاتو برياليتوبونو هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې محترم حافظ عبدالکریم تر دې وړاندې د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د آمر په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS