د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه، ګیلان، ناوه، مقر او آب بند ولسوالیو ته سفر وکړ.

نوموړي د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې ېې واورېدې، یادو کورنیو ته یې د ښه خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ، له هغوی وغوښتل چې د اسلامي نظام د بقاء او د خپلو مشرانو د حفاظت لپاره دعاوې وکړي، همداراز د یادو کورنیو سره یې يو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

هغه همداراز یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهير او د هغوی کور په کور سروې له پروسې څخه ارزونه وکړه، د چارو د لا ښه والي په موخه یې کارکوونکو ته ګټورې لارښوونې وکړې.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د یادو ولسوالیو له ولسوال صاحبانو سره هم ليدنه وکړه، د‌ هغوی څخه یې یتیمانو کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا زياتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري شمس الامین زهیر د غزني ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS