په لوګر ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
mmd

د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې  خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم مولوي محمد رفیق هاشمي او د مرستندويه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

همداراز هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې یې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳) میلیونه او (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دې وزارت اړوند د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستله، په دې ازموینه کې درې تنو په شرایطو وړ کسانو د ازاد رقابت له لارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

BACK TO NEWS