د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس نادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۳۰

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق‌شناس د یوه پلاوي په ملتیا د نادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د شهید عبدالرؤف اکا د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

شهید عبدالرؤف اکا هغه مجاهد وو، چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال شپږ (۶) زامن یې د صلیبي یرغلګرو پر ضد په مخامخ جګړو کې د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي وو. نوموړی څو ورځې وړاندې د یوې ترافیکي پېښې له امله شهید شو.

محترم ملا صدوخان حق‌شناس د مرحوم د فاتحې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ، د هغه له کورنۍ سره خپله ژوره غمرازي څرګنده کړه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند صاحب د تسلیت پیغام یې هغوی ته ورساوه او همدارنګه یې له کورنۍ سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د شهید عبدالرؤف اکا کورنۍ د محترم وزیر صاحب او د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس له غمشریکۍ، خواخوږۍ او همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS