د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس نادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
Tue, Jan 20 2026 10:30 AM

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق‌شناس د یوه پلاوي په ملتیا د نادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د شهید عبدالرؤف اکا د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

شهید عبدالرؤف اکا هغه مجاهد وو، چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال شپږ (۶) زامن یې د صلیبي یرغلګرو پر ضد په مخامخ جګړو کې د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي وو. نوموړی څو ورځې وړاندې د یوې ترافیکي پېښې له امله شهید شو.

محترم ملا صدوخان حق‌شناس د مرحوم د فاتحې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ، د هغه له کورنۍ سره خپله ژوره غمرازي څرګنده کړه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند صاحب د تسلیت پیغام یې هغوی ته ورساوه او همدارنګه یې له کورنۍ سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د شهید عبدالرؤف اکا کورنۍ د محترم وزیر صاحب او د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس له غمشریکۍ، خواخوږۍ او همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS