په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې
د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون، البسه او کمپلې شاملې وې، په منظم او شفاف ډول وېشل شوې.
د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي عبدالاحد سعد د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او له ټولو خیریه مؤسساتو او بنسټونو یې وغوښتل چې د ټولنې له دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
