د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې تر منځ څه باندې (۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۱۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د (۳) میلیونه او (۴۱۰) زره افغانیو په ارزښت د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک له مخې به (۸۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته، په کابل، پروان، پکتیا او سرپل ولایتونو کې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې کمپلې، د ګاز ډبۍ او د البسې نور توکي شامل دي، ووېشل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ترمنځ لاسلیک شو، چې د تطبیق چارې به یې د پورته ذکر شویو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو  سره په همغږۍ د دوو میاشتو په موده کې پر مخ یوړل شي.

محترم مولوي ثناءالله فرقاني د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یادې مؤسسې له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه او د یادې مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل چې د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي تر څو د هغوی اقتصادي ستونزو ته په ښه ډول رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS