په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې د هر یتیم لپاره درې بورې اوړه، درې بوتله غوړي، یو بورې وریجې او د نورو خوراکي توکو ترڅنګ، د حفظ الصحې توکي هم شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل شول.
د يادو مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلينو او د خیریه مؤسسې استازو هم شتون درلود.
