د "تحصیلي رشتو لپاره د کاري فرصتونو د اړتیا سنجونې" تر عنوان لاندې پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې ترسره شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۱۸

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د "تحصیلي رشتو لپاره د کاري فرصتونو د اړتیا معلومولو" تر سرلیک لاندې پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په عمومي تالار کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د آمرینو په حضور کې ترسره شو.

د دې پروګرام اصلي موخه دا وه چې د شته تحصیلي رشتو لپاره د کار بازار په دقیق وپېژندل شي، تر څو له یوې خوا د پوهنتونونو  څخه فارغ شویو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي او له بلې خوا د هېواد د تحصیلي نظام کیفیت لوړ شي.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د یاد پروګرام پر اهمیت مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې ډول پروګرامونو جوړول کولای شي تحصیلي کیفیت لوړ او د فارغ شویو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او همداراز د تحصیلي رشتو لپاره د کار بازار په دقیق پېژندل د دې لامل کېږي چې د هېواد ځوان نسل له استعدادونو څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي.

د یادونې وړ ده چې کاري بازار ته د تحصیلي رشتو د اړتیا سنجونۍ پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوندو برخو د آمرینو ترمنځ د پوښتنلیکونو د ځوابولو له لارې تطبیق شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS