په زابل ولايت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۲۲

د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، چې هر مستحق یتیم (۷۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړې.

د مرستو د وېش پر مهال د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

همداراز یتیمانو او د هغوی کورنیو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د نداء الخیر مؤسسې څخه یې مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دا ډول مرستې دوام ومومي، ترڅو یې اقتصادي ستونزې راکمې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS