د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۱
mmd

د همکارۍ دغه هوکړه لیکونه د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ مسؤل محترم محمد جواد ترمنځ لاسلیک شول، د یوه هوکړه لیک له مخې به، د کابل ولایت اړوند (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور مواد شامل وي، چمتو او ووېشل شي.

همداراز د دویم هوکړه لیک له مخې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ لسو (۱۰) تنو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه زرنج نقلیه وسایط واخیستل شي او د هغوی په واک کې به ورکړل شي، په دې ترتیب به هر مستحق وګړی د (۱۰۸) زره افغانيو په ارزښت زرنج نقلیه وسایط ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، د یادو پروژو ټولیز ارزښت دوه (۲) میلیونه او (۸۳۰) زره افغانۍ کېږي چې د کابل او غزني ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به د یوې میاشتې په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۴
Background image

په بغلان ولايت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري پر (۲۷) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو‌، پلان او تقنین چارو رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په ياد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چی په هغه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د کاري بهیر د لا ښه والي، مؤثرې همغږۍ او د کړنلارو د دقیق. . .

BACK TO NEWS