د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یو شمېر یتیم ماشومانو او کونډو لپاره د سرپنا جوړولو په موخه د(HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۲:۴۵

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، پالیسۍ او بهرنېو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي ترمنځ لاسلیک شو، چې د هغه پر اساس به (۲۹) تنو یتیمانو او کونډو لپاره په کابل او ننګرهار ولایتونو کې مناسب کورونه جوړ شي.

 د دې پروژې د تطبیق مجموعي لګښت (۱۷۵۰۰۰) امریکایي ډالره دی چې د کابل ولایت اړوند ده سبز ولسوالۍ او همداراز د دې ښار په اتمې، نهمې، دولسمې او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې به د درېيو میاشتو په موده کې پلي شي.

د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک له مخې به، د هر مستحق لپاره یو کور چې دوه  خونې، همداراز یو دهلیز، یو تشناب او پخلنځی ولري په معیاري ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS