شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې پلاوي په تیرو څو ورځو کې د یاد وزارت له اړوندو ریاستونو له فعالیتونو هراړخیزه ارزونه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هیئت د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د مالي او حسابي چارو ریاست، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست او همدارنګه د توانبخشي ریاست له اړوندو څانګو د کړنو او فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه، د یادو ریاستونو ټول تثبیت شوي اسناد، کاري دفترونه، کړنې او فعالیتونه د ټاکل شوي هیئت لخوا په هر اړخیز ډول وڅیړل شول.
همداراز د نوموړي ریاستونو اړوندې ستونزې د ارزونې پلاوي سره شریکې کړاې شوې او د ځانګړي پلاوي لخوا د یاد ریاستونو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو د حل ډاډ ورکړل شو.
د ارزونې په لړ کې به د ریاستونو د کړنو او فعالیتونو د څرنګوالي، کاري پلانونو د تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همداراز یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې به وڅیړل شي.
د ارزونې د هیئت په ترکیب کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي.
د یادونې وړ ده تر دې وړاندې هم د ارزونې او پلټنې پلاوي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شپږو اړوندو ریاستونو د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه او پلټنه ترسره کړې وه.