د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسيدنې په برخه کې به د ايران اسلامي جمهوریت د تجربو او ملاتړو بنسټونو له ظرفيتونو ګټه واخېستل شي
د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسيدنې په برخه کې به د ايران اسلامي جمهوریت د تجربو او ملاتړو بنسټونو له ظرفيتونو ګټه واخېستل شي
نن د مرغومې په ۱۵مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي، د ويډيو کنفرانس له لارې په ايران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفير او د جمهوري رياست فوق العاده استازي، ښاغلي عبدالغفور لېوال سره خبرې وکړې.
په پيل کې ښاغلي آريوبي د هغه ټولشموله سند په تړاو، چې ټاکل شوې د افغانستان اسلامي جمهوريت او ايران ترمنځ لاسليک شي، خبرې وکړې وويل، د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه د افغانستان حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه دی او هيله ده، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت او معلولينو څخه ملاتړ ته د سند په سر کې ځای و کړل شي.
ښاغلي آريوبي د معلولينو په برخه کې د ايران اسلامي جمهوريت له تجربو او په دې برخه کې د دوی کاري بنسټونو له ظرفيتونو څخه ګټه اخیستنه مهمه وګڼله او د دواړو هېوادونو د دولتي او غيردولتي بنسټونو ترمنځ يې د همغږۍ د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.
د معلولينو د تحقيقاتي انسټیټیوټ رئيس دريا خان بهير هم ګډونوالو ته د انسټیټیوټ په هکله معلومات ورکړل وويل: چې د معلولينو انسټیټیوټ د معلوليت د عواملو په تړاو لومړني تحقيقات پيل کړي او اړتيا ده، چې په ايران کې مېشت افغان کادرونه ددې مرکز په تخنيکي برخه کې دوامداره همکاري وکړي.
د کنفرانس په پای کې په ايران کې د افغانستان لوی سفير او د جمهوري رياست فوق العاده استازي، سرڅېړوونکي عبدالغفور لېوال د معلولينو په برخه کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په اوږدمهالو بنسټيزو برنامو خوښي وښوده وويل: د افغانستان او ايران ترمنځ د ټولشموله سند د لاسليک لپاره ټول تخنيکي کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به ياد سند لاسليک شي.
نوموړي دغه سند د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره اساسي چتر وباله او زياته يې کړه، په دې سند کې پنځه کاري کميټې وجود لري، چې عبارت له اقتصادي، اوبو، کډوالو، امنيتي او فرهنګي چارو د تنظيم کمېټو څخه دي او د معلوليت لرونکو وګړو په تړاو بحث به په اقتصادي او فرهنګي کمېټو کې ځای پر ځای کړو.
ښاغلي لېوال د دواړو هېوادونو د معلولینو څخه د ملاتړ بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي په هکله ډاډ ورکړ او د پيامبر اعظم د پياوړتيا مرکز لپاره يې د ايران دولت د مالي او تخنيکي ملاتړ په راجلبولو هم بحث وکړ.
