د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت اداري هئيت او د کمک مؤسسې مسولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۳:۹
mmd

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت اداري هئيت او د کمک مؤسسې مسولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

نن شنبه (۵،تلې)، د شهيدانو او معلولينو په چارو د دولت وزارت مديره هئيت او د کمک نړيوالې مؤسسې د مرکزي زون چارواکو سره د همغږۍ د لا زياتوالي په موخه په ياد وزارت کې ناسته ترسره کړه.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د تخنيکي چارو مرستيالې جمیلې نورستانۍ د وزارت په استازولۍ له يادې مؤسسې وغوښتل، چې د جګړو ځپلو هېوادوالو سره دې د مرستو ټول فعاليتونه له وزارت سره په پوره همغږۍ ترسره کړي او د مستحقينو په تشخيص کې دې له شفافيت کار واخلي.
د کمک مؤسسې د مرکزي زون مسوول هم له ياد وزارت سره د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د شهيدانو وارثينو او معلولينو سره د مرستې او همکارۍ د راتلونکي نوي کال ټولې برنامې او پلانونه له وزارت سره شريکوي او په ګډه به يې د پلې کېدو زمينه برابروي.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي، چې له نړيوالو موسسو او خيريه بنسټونو سره د پوره همغږۍ، همکارۍ او شفافيت له مخې د جګړو اغيزمنو هېوادوالو لپاره په شفاف ډول خدمتونه وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۹:۷
Background image

په پروان ولايت کې د‌ شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان محمدي یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۹:۶
Background image

په لغمان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۵) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، (۳۵) تنه مستحق یتیمان او معلولین د زرنج نقلیه وسایطو څخه برخمن کړل،. . .

BACK TO NEWS