لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوي د پکتيا ولايتي شورا مرستيال شهيد محمد آيوب غروال روح ته دوعا وکړه

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۹:۴۷
ca

لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوي د پکتيا ولايتي شورا مرستيال شهيد محمد آيوب غروال روح ته دوعا وکړه

نن سهار سه شنبه (۱، تلې) د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي او ور سره مل پلاوي، چې د پکتيا محترم والي حليم فدايي يې هم ملتيا کوله، د پکتيا ولايتي شورا ته ولاړل او د ولايتي شورا د غړو په حضور کې يې د يادې شورا مرستيال شهيد محمد ايوب غروال روح ته دوعا وکړه.

نوموړي د پکتيا ولايتي شورا غړو او کورنۍ ته د تسليت مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ، د شهيد غروال نشتون نه يوازې د پکتيا؛ بلکه د ټول افغانستان لپاره لويه تشه وبلله او د مرحوم روح ته يې د درناوي په ډول د ارواښاد انځور تر مخ د ګلو ګيډۍ هم کېښوده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS