د پکتيا د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله
د پکتيا د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله
د پکتيا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د تېرې پنجشنبه (۲۰وږې)، په ورځ د شهيدانو اوونۍ نمانځنه وکړه.
د پکتيا د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيدانو اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې د پکتيا والي، سيمه ييزو دولتي چارواکو، ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو، ديني عالمانو، فرهنګيانو، د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو ګډون کړی و.
د مراسمو په پيل کې د پکتيا د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت وزير لعل الدين آريوبي د تسليت پيغام ولوستل شو.
د ښاغلي وزير صيب پيغام کې د شهيدانو د سرښندنو، قربانيو او وياړونو يادونه شوې وه او د شهيدانو د پاکو وينو پر مټ د ګټلي عزت، خپلواکۍ، عرضي تماميت او د هېواد له لوېشت لوېشت نه د دفاع په وياړ د هغوی له قربانيو د درناوی ترڅنګ د يادو وياړونو د ساتنې غوښتنه شوې وه.
د ښاغلي آريوبي صيب په پيغام کې ولايتي آمرينو ته لارښوونه شوې وه، چې د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د غوره ژوند اسانتياوې ورته برابرې کړي.
د غونډې ګډونوالو ته د پکتيا والي حليم فدايي صيب هم په خپله وينا کې، د شهيدانو قربانۍ وستايلې او زياته يې کړه، چې هڅه مو داده، تر څو د شهيدانو په پاکو وينو ګټلي ارزښتونه وساتو او د هغوی د سرښندنو درناوی وکړو.
د غونډې نورو ويناوالو هم د شهيدانو سرښندنو ته د احترام ترڅنګ د هغوی د لارې پر تعقيب ټينګار وکړ او ناسته د شهيدانو روحونو ته د دوعا په پار د لاسونو په پورته کولو پای ته ورسېده.
