د نيمروز ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۰:۵۳
sss

د نيمروز ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د نيمروز ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د محترم والي صيب، د ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، فرهنګيانو، مدني فعالانو، د شهيدانو وارثانو او د معلوليت لرونکو وګړو په شتون کې د شهيد اوونۍ نمانځنه وکړه.

ياد مراسم پرون چارشنبه د وږې په ۱۹مه، دائر شوي و.

د مراسمو په پيل کې د نيمروز د شهيدانو او معلولينو چارو آمر لخوا د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير، جلالتماب لعل الدين آريوبي د شهيد اوونۍ په وياړ ور لېږلی پيغام ولوست. د ښاغلي وزير صيب په پيغام کې د شهيدانو د قربانيو او سرښندنو يادونې او ستاينې ترڅنګ خپلو ولايتي آمرينو ته د شهيدانو وارثانو ته د حقونو او امتيازاتو د پر وخت رسېدنې او د غوره خدمتونو وړاندې کولو سپارښتنې پکې شوې وې.

له هغې وروسته د نيمروز محترم والي دوکتور سيد ولی د شهيدانو د وياړونو په ساتلو او راتلونکو نسلونو ته د هغوی د باغيرته او باجراته کارنامو پر ښودنو او بيانولو ټينګار وکړ. نوموړي ژمنه وکړه چې د نيمروز سيمه ييزه حکومتوالي به د شهيدانو د کورنيو غړو د ژوند هر اړخيزو ستونزو د حل لپاره شپه ورځ کار وکړي، تر څو ددې ځوریدلي او کړيدلي قشر پر پرهرونو د زخم پټۍ کېښودل شي.

د مراسمو نورو ويناوالو هم د شهيدانو د پاکو روحونو، وينو او سرښندنو ته د درناوي په تړاو خبرې وکړې او غونډه د شهيدانو سپيڅلو روحونو د خوښ ساتلو او ارامتيا په پار، د دوعا لاسونو په پورته کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او چارې يې پیل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم مولوي محمد نبي وهاج د پکتیکا ولایت د شهیدانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۹
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته د ښې رسیدګي په موخه د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې په موخه مارمل ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د یتیمانو او. . .

BACK TO NEWS