د شهیدانو او معلولینو په سکتور کې د اصلاحاتو او روڼتیا رامنځته کولو بهیر به نور هم چټک شي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۷:۱۹
mds

د شهیدانو او معلولینو په سکتور کې د اصلاحاتو او روڼتیا رامنځته کولو بهیر به نور هم چټک شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي نن د خپل کار په دفتر کې په ولسي جرګه کې د بلخ، تخار، پکتیا او سرپل ولایتونونو د خلکو له استازو سره وکتل.

د ولسي جرګې یادو استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ له لوري د مرکز او ولایتونو په کچه د وروستیو اصلاحاتو او پرمختګونو ستاینه وکړه وویل، چې په تېر کې په دې برخو کې ډېرې ستونزې موجودې وې، اوسمهال یې له منځه وړلو ته جدي اړتیا وه.

دوی همداراز د خپلو ولایتونو د ځینو شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې هم شریکې کړې. د دې تر څنګ یې د اصلاحاتو په روان بهیر هم ټینګار وکړ.

ښاغلي آریوبي وویل، چې په دې اداره کې بنسټیز اصلاحات او روڼتیا رامنځته کول یې د کارونو په لومړیتوب کې و او ژمن دی، چې یاده لړۍ دومداره وساتي او دغه بهیر نور هم چټک کړي. ښاغلي آریوبي د ولس استازو ته ډاډ ورکړ، چې د مرکز او ولایتونو په کچه به د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته هر اړخیزه رسیدګي وشي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس کندز ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د(ZFA) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او د نورو خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

BACK TO NEWS