په کنړ ولایت کې پر (۸۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولایت کې پر (۸۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني د وزارت د مشرتابه ترڅنګ، د یادې مؤسسې څخه مننه او قدرداني وکړه، همداراز معلولیت لرونکو وګړو ته یې د لا زیاتو مرستو د چمتو کولو ډاډ ورکړ.