په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
mmd

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې چې په هغه‌ کې‌ البسه او کمپلې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.

د مرستو د وېش پر مهال، د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد طاهر آغا یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ملاتړ لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي، ترڅو د ژوند اساسي اړتیاوې په اسانه توګه پوره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولايت یو شمېر ولسواليو ته سفر وکړ

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د ياد رياست اړوند مدیرانو یې ملتيا کوله، د رشيدان، ناهور، اجیرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو ته يې سفر وکړ.

م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۳
Background image

غور ولایت ته د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي غور ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی صفي الله وصال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۱
Background image

د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد  د ياد ولايت برکې. . .

BACK TO NEWS