په کاپیسا ولایت کې پر (۳۸۵) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۰:۳۸
mmd

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، بوره، غوړي، لوبیا او نور خوراکي مواد شامل وو، د  کابیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۳۸۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په شفاف او منظم ډول ووېشل. 

د مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد او د یاد خیریه بنسټ مسؤلينو شتون درلود.

محترم مولوي گل خان گل محمد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د مرستو چمتو کولو په پار د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د یاد قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS