په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په موخه، د (۶۱) تنو استادانو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.

ټاکل شوې ده چې یاد استادان به له دې وروسته په خپلو اړوندو سیمو کې د (۹۰۵) تنو مستحقو کسانو لپاره د خیاطۍ، د لبنیاتو د تولید، د موبایل ترمیم، برېښنايي وسایلو د‌ ترمیم او غالۍ اوبدلو په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړي. دغه روزنیز پروګرام به د (۹) میاشتو په موده کې بشپړ شي او له فراغت وروسته به د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د کار د پیل په موخه اړین وسایل او امکانات هم برابر شي، ترڅو وکولای شي د خپلو کورنیو لپاره حلال رزق او عاید ترلاسه کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي ګل خان ګل محمد له یادو استادانو څخه وغوښتل چې سپارل شوې دندې یو ایماني او انساني مسؤلیت وګڼي او په پوره صداقت، اخلاص او ژمنتیا سره یې ترسره کړي.

همدارنګه، د یاد ښوونیز ورکشاپ په پای کې د خیریه مؤسسې له لوري ښځینه ښوونکو ته (۴۵۰۰) او نارینه ښوونکو ته (۳۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS