په غزني ولایت کې پر (۳۸۵) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۹:۵۵

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، بوره، غوړي، لوبیا او نور خوراکي مواد شامل وو، د  غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۳۸۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په شفاف او منظم ډول ووېشل. 

د مرستو د وېش پر مهال د غزني ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر او د یاد خیریه بنسټ مسؤلينو شتون درلود.

محترم مولوي محمدانور برادر یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د مرستو چمتو کولو په پار د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د یاد قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد  په مشرۍ په یاد ریاست کې د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۹:۱۳
Background image

په کندهار ولايت کې د مجردو شهيدانو کورنیو او معلولينو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد کندهار ولايت ته یې د سفر په ترڅ کې د مجردو شهيدانو کورنيو او معلولینو پوښتنې او لیدو ته ورغی او هغوی سره یې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۹:۱۰
Background image

په کابل ولایت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې اختریزې ډالۍ ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کوچني اختر په ورځو کې د یو شمېر یتیمانو او معلول ماشومانو لپاره اختریزې ډالۍ چمتو کړې وې، یادې ډالۍ د محترم قاري شمس الامین زهیر له لوري. . .

BACK TO NEWS