په غزني ولایت کې پر سل (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د نغدي مرستو وېش

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۰:۲۹

یادې مرستې د غزني ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشل شوې او هر مستحق (۳۶۰۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

د‌ مرستو د وېش پر مهال د غزني ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر د‌ وزارت د مقام له ځانګړې پاملرنې ترڅنګ، د نصیر خیریه بنسټ له مسؤلینو یې هم مننه وکړه او له هغوی  وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کورنیو لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي‌.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS