په سمنګان ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۳:۵۲
mmd

د سمنګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په همکارۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د سمنګان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم قاري قیام الدین خالد، د عدليې رئيس، د قمر خیریه بنسټ استازو، د استخباراتو رياست مسؤلينو شتون درلود.

محترم قاري قیام الدین خالد د قمر خیریه بنسټ له مسؤلينو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه او دې اړمن قشر ته یې د مرستو رسول یو غوره فرهنګ وباله او پر لازياتو مرستو چمتو کولو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS